د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د دوی د وړاندوینې له مخې کیدای شي چې په مني یا ژمي کې د هوا وچیدو یا سړیدو سره په هیواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه راپورته شي.
که څه هم افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو کچه په ټیټيدو ده، خو یو شمیر کسان اوس تازه پر دغه ویروس ککړ شوي دي.
یو شمیر کسان چې د دوهم ځل لپاره پر کرونا ویروس اخته شوي، وایي چې د دغې ناروغۍ لومړۍ دوره کې یې زیاتې سختې ګاللي، خو دوهم دور کې کمزوري نښې لري.
د عاقلې په یوم یوې میرمنې چې یوه میاشت وړاندې یې د کرونا ویروس ناروغي تیره کړې، اوس وایي بیا یې د کرونا ټسټ مثبت اعلان شوی، خو نښې یې ډيرې کمزورې دي.
له ټولو زیات د هغو روغتیایي کار کوونکو د کرونا معاینې د څووم ځل لپاره مثبتې اعلان شوي، چې د کرونا له ناروغانو سره یې سرو کار و.
د نعیم په نوم یوه روغتیایي کار کوونکي یک تلویزیون ته وویل تر اوسه یې دوه ځلې د کرونا ټیسټ مثبت شوی دی.
افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ۳۸ زره تنه پر کرونا ویروس اخته شوي دي.