په پروان ولایت کې د تیرې شپې سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو او لاسنیوي لپاره هڅې پيل شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ طبیعي پیښو ته د رسیدنې وزارت او نورو اړوندو بنسټونو ته امر کړی چې د پروان سیلابونو زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
ولسمشر غني پر سوداګرو، پانګوالو او مرسته کوونکو بنسټونو هم د مرستو رسولو غږ کړی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یونما هم د دې پيښې په اړه خواشینې ښودلې او ویلي یې دي چې دوی او شریکان یې د دغې پيښې زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو ته چمتو شوي دي.
د مصالحې عالي شورا هم له مسوولو او اړوندو بنسټونو، بهرنیو مرسته کوونکو او سوداګرو غوښتي چې د پروان سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
د همدې ترڅنګ، د روغتیا، ټولګټو، د کلیو پراختیا او یو شمیر نورو بنسټونو ته هم امر شوی چې د پروان ولایت سیلاب ځپلو سره مرستې ته ودانګي.
خو طبیعي پیښو ته د رسیدنې وزارت وایي تر اوسه یې له بهرنیو همکارانو په دې هکله هیڅ راز مرسته نه ده ترلاسه کړې.
په پروان ولایت کې تیره شپه له توندو بارانونو وروسته سیلابونه راووتل، چې پایله کې یې ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي په دې پيښه کې شاوخوا ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.