د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د بدخشان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي والي په هوایي برید کې وژل شوی.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بدخشان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي قاري فصیح الدین له خپل یو ساتونکي سره یو ځای وژل شوی.
د خبرپانې له مخې، فصیح الله چې د وسله والو طالبانو خطرناک او مهم والي و، نن جمعه له غرمې وروسته ۲:۵۵ دقیقې د افغان هوایي ځواکونو په برید کې له یو تن ساتوونکي سره یو ځای وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.