چارواکي وایي د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لیږد او رالیږد څه باندې ۸۰ سلنه کم شوي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي له دې وړاندې د تورخم له لارې په یوه ورځ کې ۱۵۰۰ لارۍ توکي لیږدول کیدل، خو اوس دا کچه ۲۰۰ لاریو ته رسیدلې ده.
دغې چارې د پولې دواړو خواوو ته سوداګر زیات زیانمن کړي دي.
د تورخم دروازه کې د ګمرکي تعرفې لوړوالی هم هغه څه دي چې سوداګر یې اندیښمن کړي دي.
خو د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي هڅه کوي د توکو د لیږد بهیر خپل لومړنی حالت ته ورسیږي.
د ننګرهار د ګمرک چارواکي وایي تورخم کې سوداګرو لپاره کافي اسانتیاوي رامنځته شوي او هڅه کوي چې دا امکانات لازیات کړي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او د کرونا ویروس خپریدل، د صادراتو او وارداتو د کمیدو اصلي عوامل بلل شوي دي.