د رسنیو یو شمیر کار کوونکي ادعا لري چې د مرکزي بانک مشر، اجمل احمدي خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر ځای په ټولنیزو رسنیو کې دوی بلاکوي.
په وروستیو څو ورځو کې له دې امله پر اجمل احمدي نیوکې زیاتې شوې چې د مالیې وزارت د سلاکارۍ پرمهال په یوه ورځ کې د هغه له ۵۰۰ ډالرو معاش اخیستو نه پرده پورته شوه.
همداشان څه مونده وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې اجمل احمدي د کابل بانک په کړکیچ کې له تورن کس عبدالغفار داوي سره په مرکزي بانک کې لیدلي او همداشان د دغه بانک خوندي دفترونو کې د څو ساعتونو لپاره برښنا پرې شوې وه.
خبریالان وایي د مرکزي بانک مشر تر اوسه د دغو پیښو په تړاو د قناعت وړ ځواب نه دی ویلی.
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمیسیون وایي دولتی چارواکي قانوني مسوولیت لري چې رسنیو سره معلومات شریک کړي.
یو شیمر خبریالان وایي دوی هغه مهال د ښاغلي احمدي له خوا په ټویټر کې بلاک شول، چې د یادو قضیو په اړه یې لیکنه کړې ده.
اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون، د ښاغلي اجمل احمدي دا کار له خپلو مسوولیتونو تیښته او یو غیر اخلاقي کړنه بولي.
د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې یا نی هم ویلي چې د مرکزي بانک مشر باید د خپلو ناقانونه کړنو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړي.
مرکزي بانک په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.