د کابل د بالاحصار ودانۍ د تاریخي ځایونو د بیا رغونې هوکړه د هند سفارت او د اغاخان پراختیايي شبکې ترمنځ لاسلیک شوه.
دا ودانۍ د هند په مالي لګښت جوړیږي او چارې به یې د اغاخان د پراختیایي شبکې فرهنګي برخه پرمخ وړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې پر اساس، دا هوکړه پرون دو شنبه په ارګ کې د هند سفیر وینې کمار او د اغاخان پراختیایي شبکې دیپلوماتیکې استازې شهیره زادهترمنځد ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شوې ده.
د هند سفیر د کابل بالاحصار د افغانستان یوه تاریخي ودانۍ بللې او ویلي یې دي چې هند د افغانستان تاریخي برخو بیارغونې ته لیواله دی او تل به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
ولسمشر غني هم افغانستان سره د هند له همکاریو مننې ترڅنګ تاریخي ودانۍ د افغانستان ویاړلی تاریخ بللی دی.
د ولسمشر په وینا د یادو ودانیو بیا روغونه راتلونکو نسلونو ته د افغانانو د عظمت انځور وړاندې کوي.
ښاغلي غنی دا هم ویلي چې هند د جمهوریت ارزښتونو دفاع کې له افغانستان سره مرسته کوي.
ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ستوري ودانۍ او کابل کې د بابر باغ جوړولو له امله د اغاخان پراختیایي شبکې نه مننه کړې ده.
د لرغونپوهانو په وینا د دغې ودانۍ تاریخ له اسلام مخکې دورې ته ورګرځي، چې د کابل ښار سوېل ختیځ ته د شيردروازې غره په لمنو کې جوړه شوې ده.