په پلازمینه کابل کې د ګرمۍ درجې لوړیدو سره د کابل اوسیدونکي د برښنا پرچاوۍ ډيریدو له امله د برښنا پر شرکت غصه دي.
دوی وایي برښنا شرکت د برښنا د منظمې رسونې وړتیا نه لري او په ځینو برخو کې د برښنا ویش هم عادلانه نه دی.
د کابل اوسیدونکي وایي دوی په ۲۴ ساعتونو کې څو محدود ساعتونه د برښنا له روښنایي برخمن وي او نوره ټوله موده په تیارو کې تیروي.
بله خوا برښنا شرکت وایي کابل له شپږ سوو تر اوو سوو میګاواټه برښنا ته اړتیا لري، خو د دوی ټول توان تر ۴۵۰ میګاواټه برښنا رسونې پورې محدود دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د برښنا کموالی د خلکو غبرګونونه پورته کوي، بلکې هر کال د برښنا کموالي له امله خلک شکایت کوي.
د افغانستان د روڼتیا بنسټ هم وایي د برښنا شرکت د کابل اوسیدونکو ته د برښنا رسولو توان نه لري.
په تولیدي سرچینو کې د برښنا کموالی او د پيرودونکو له خوا زیات لګښت، د برښنا د پرچاوۍ دوه لوی عوامل بلل کیږي.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر غني څو کاله وړاندې افغانستان کې د برښنا د زیاتې کچې تولید او بهرنیو هیوادونو ته د برښنا د لیږد ژمنه کړې وه، خو اوس ښکاري چې د کابل ښاریان په ۲۴ ساعتونو کې یواځې څو ساعته د برښنا له نعمته برخمن دي.