سپیدار ماڼۍ ته نږدې سرچینې یک تلویزیون ته وایي د کابینې نوي غړي تر سبا سه شنبې ورځې پورې په ډاګه کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي په دې هکله کومه تازه خبره نه لري.
د ولسمشر غنی د لوړې له مراسمو شاوخوا پنځه نیمې میاشتې تیرې شوي دي، خو تر اوسه د کابینې غړي نه دي بشپړ شوي.
د لوړې له مراسمو وروسته دوې لومړنۍ میاشتې د عبدالله عبدالله او اشرف غني سیاسي اخ و ډب کې تیرې شوې او درېو وروستۍ میاشتو کې هم د دواړو لورو ترمنځ د کابینې ټاکلو کې چاڼې وهل کیږي.
د ولسي جرګې غړي د سرپرست وزیرانو د کار پر دوام نیوکه کوي وایي چې حکومت د کابینې بشپړولو لپاره اراده نه لري.
د کابینې ترڅنګ، د ملي مصالحې عاشورا هم هغه دي چې د دریو میاشتو په تیریدو سره یې تر اوسه برخلیک نه دی معلوم.
خو عبدالله عبدالله ته ځیني نږدې سرچینې وایي کابینه تر سبا ورځې او د مصالحې عالي شورا تر راتلونکو څور ورځو پورې بشپړیږي.
که څه هم ولسمشر غني په کراتو په کابینه کې د سرپرستۍ دورې د ختمولو خبره کړې ده، خو د واکمنۍ له پیله تر اوسه نه دی توانیدلی چې خپله کابینه بشپړه کړي.