د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني له خپل تاجیکي سیال، امام علي رحمان سره د ټلیفون خبرې کړي او هغه یې افغانستان ته رابللی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو خبرو کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند سواحلو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو بحث کړی دی.
د ارګ د اعلامیې پر اساس، تاجیکي ولسمشر هم د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کړی او د ولسمشر غني له دریځه د ملاتړ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تاجیکستان به په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي.
امام علي رحمان غني ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجیکستان ته د سفر بلنه ورکړه او غني هم د بلنې منلو سره امام علي رحمان افغانستان ته راغوښتی دی.
ارګ وایي دواړو د یو او بل د سفر بلنې ومنلې او پر دې توافق وشو چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ به په نږدې ورځو کې بین الوزارتي پلاوی تاجیکستان ته سفر وکړي او د دواړو ولسمشرانو کتنې ته د زمینې او د لا زیاتو همکاریو اجنډا برابرولو باندې به کار وکړي.
د دې ټلیفوني خبرو په پای کې هوکړه وشوه چې د افغانستان پلاوی به له مقابل لوري سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په ځانګړي ډول د ترورېزم او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړي.
دا ټلیفوني خبرې له هغه وروسته کیږي چې د تاجیکستان ولسمشر څو ورځې وړاندې د امو سیند دېغاړې افغانانو ته د اوبو او برښنا رسولو ژمنه وکړه.