د غزني ده یک ولسوالۍ کې د یوه موټربم چاودنې په نتیجه کې دولسو امنیتی سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.
په دې برید کې د ملي اردو د اوپراسیون مشر په ګډون ۳ سرتیري وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده یک تلویزیون ته وویل چې طالبانو نن دوشنبه سهار درې بجې په تاسنګ سیمه کې پر امنیتي پوستې برید کړی دی.
د ښاغلي جمعه زاده په وینا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته د ده یک ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید وشو.
په پيښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیق معلومات یې نشته.
افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه وروستیو اونیو کې زیاته لوړه شوې ده.