وسله والو طالبانو نن جمعه سهار د فراه ولایت پر مرکز له څو خواوو بریدونه پیل کړي دي.
د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب یک تلویزون ته ویلي چې، دمګرې په پل باغ، ریګي، چهارباع او زمان کلا سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د پولیسو ځانګړې قطعات فراه ښار ته رسېدلي دي او چاڼیز عملیات دوام لري.
د نصرت رحیمي له قوله، افغان امنیتي ځواکونو د فراه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل مرستیال مولوي نور احمد چکاني وژلی دی.
ورته مهال وسله والو طالبانو د فراه ښار د ځینو برخو د نیولو ادعا کړې ده.