د فغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر، کرام الدین کریم نیولو لپاره د افغان ځواکونو عملیات له ناکامۍ سره مخ شول.
د ځانګړو ځواکونو یوه ډله تیره شپه د کرام الدین کریم نیولو لپاره پنجشیر ولایت ته تللې وه.
د پنجشنیر د والي ویاند، منصور عنابي یک تلویزیون ته وویل چې دا عملیات تیره شپه لس بجې د ولایت مقام سره له همغږۍ پرته ترسره شوي و.
کرام الدین کریم د فوټبال فدراسیون د مشرتوب پرمهال د ښځینه فوټبال لوبغاړو پر جنسي ځورونې تورن شوی او محکمې د هغه د نیولو امر هم کړی دی.