د یک تلویزیون د اسلامي خپرونو چلوونکی، فضلي اماج د کابل په باغ بالا سیمه کې د تیرې ورځې چاودنه کې ټپي شوی دی.
فضلي اماج د پيښې او ملا په برخو کې ټپونه لیدلي، خو اوس یې روغتیایي وضع د ډاډ وړ ده.
د کابل امنیتي وضعیت په دې وروستیو کې زیات د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
پرون په کابل ښار کې څلور چاودنې وشوې، چې شاوخوا ۸ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د کابل اوسیدونکي وایي د نا امنیو، وسله والو غلو او چسپکې ماینونو چاودنې له امله نور د ژوند کړۍ ورتنګه شوې ده.
د یادولو ده چې نن په غزني ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۷ تنه ملکی وګړي وژل شوی دي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي افغانستان کې د نا امنیو او جګړو زیاتیدل، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کیدو سره مستیقیم تړاو لري.
سره له دې چې تر اوسه د حکومت او طالبانو ترمنځ شاوخوا ۶۰۰۰ تنه بندیان تبادله شوي دي، خو لاهم د سولې پر وړاندې خنډونه شته او لاهم د بین الافغاني خبرو برخلیک نه دی معلوم.