د پاکستان له خوا د طالبانو پر مشرانو د لګول شوو بندیزونو لیست کې زیات شمیر یې د طالبانو د قطر د دفتر غړي دي.
په دغه ۱۳۰ کسیز نوملړ کې د عبدالغنی برادر، عباس ستانکزي، امیر خان متقي، انور اوریاخیل، عبدالبصیر نورزي او نور محمد ثاقب نومونه تر سترګو کیږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا کار ښه اقدام بللی او ویلي یې دي چې د دې موضوع ارزونه کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو او حقاني شبکې د هغو ۱۳۰ کسانو نومونه شته، چې په پام کې ده بندیزونه پرې ولګول شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي دا کار په ۲۰۱۵ کال کې د امنیت شورا له خوا د وضع شوو بندیزونو پر اساس شوی دی.
وسله والو طالبانو د پاکستان دغه اقدام د سولې پر وړاندې خنډ بللی دی.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي پاکستان خپلې ګټې د افغانستان جګړه کې ګوري، نه په سوله کې؛ نو له همدې امله یې داسې اقدام کړی دی.
تر اوسه د پاکستان د دې کار اصلي هدف نه دی په ډاګه شوې، خو یو شمیر شنونکي وایي پاکستان په دې کار سره هڅه کوي چې ځان له بندیزونو وساتي او د نړیوالو مرستې تر لاسه کړي.