د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ لارې په اوږدو کې د ملکیانو یو موټر د سړک پر غاړه پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شوی، چې په نتیجه کې یې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده ویلي دا چاودنه نن یکشنبه سهار شاوخوا لس بجې دشت پیرکه سیمه کې یوه سراچه ډوله موټر پسې شوې ده.
په وژل شوو کسانو کې ۳ میرمنې، ۲ ماشومان او ۲ نارینه شامل دي.
د غزني سیمه ییز چارواکي وایي دا ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر له خنډ سره مخ شوی او د تاوتریخوالي کچه هم زیاته شوې ده.