د بانکدارۍ چارو یو شمیر کارپوهان د نوي کابلبانک او د افغان ملي بانک یو ځای کیدل، زیانمنوونکي بولي او وایي چې د دغو دوو بانکونو په یو ځای کیدو سره به، چې بیلابیل بانکي سیستمونه لري، د مشتریانو بانکي حسابونو د ګډوډیدو امکان شته.
بله نیوکه داده چې د دغو دوو بانکونو یوځای کیدو لپاره لازم بانکي ظرفیت نشته.
د مرکزي او ملي بانک پخواني لوړپوړي کارکوونکي د یادو دوو بانکونو یو ځای کیدل زیات لګښت لرونکي، پیچلي او ستونزمن بولي.
دوی له حکومته غواړي چې لومړی باید د افغان ملي او پشتنې بانکونه چې مشابه بانکي سیستمونه لري، سره یوځای کړي.
د مرکزي بانک پخوانی مرستیال وایي که چیرې د کابلبانک او د افغان ملي بانک یوځای کیدل د عادي افرادو له خوا ترسره شي، نو دویم کړکیچ به رامنځته کړي.
خان افضل هډه وال ټینګار کوي چې د بانکدارۍ په برخه، په ځانګړي توګه بانکي سیستمونو برخه کې تخنیکي ظرفیتونه د ګوتو په شمار دي.
د اقتصاد عالي شورا اوس تازه پریکړه کړې چې نوی کابلبانک او د افغان ملي بانک د ښو او ګټورو خدمتونو وړاندې کولو په موخه سره یوځای کړي.