عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې یک تلویزیون ویلي چې سلام رحیمي، عطاالرحمان سلیم او حاجی دین محمد د مصالحې عالي شورا د نویو مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
عبدالسلام رحیمي د سولې چارو کې د دولت وزیر دی او عطاالرحمن سلیم او حاجی دین محمد د سولې د پخوانۍ شورا غړي دي.
د سرچینې په خبره د ملي مصالحې عالي شورا ۴۴ تنه غړي لري او دغه غړي به د سولې بهیر کې فعاله ونډه ولري.
یو شمیر سیاستوال وایي دغې شورا لپاره باید اغیزمن چارواکي وټاکل شي ترڅو وکولی شي د سولې بهیر په بریالیتوب سره پرمخ یوسي.
ځينی نور بیا په دې باور دي چې حکومتي مشرانو تر اوسه د سولې هڅو پرځای د وقت وژنې لټه کړې ده.
دا د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک کیدو درې میاشتې وروسته د مصالحې عالي شورا لومړی عملی اقدام دی.
په دغه هوکړه کې د مصالحې شورا لپاره د پنځو مرستیالانو یادونه شوې ده، خو سپیدار ماڼۍ وايي په پام کې لري چې یوه مرسیاله هم ورته وټاکي.
د مصالحې شورا غړي داسې حال کې اعلانیږي چې د افغان سولې بهیر یو ځل بیا د بندیانو خلاصون کې اختلاف له امله له خنډ سره مخ شوی دی.