د امریکا وزارت ویلي که څه هم افغانستان کې یې د سرتیرو شمیر کم شوی دی، خو دغه هیواد کې یې جنګي وړتیاوې او اختیارات ساتلي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جاناتان افمن په دې اړه ویلي: “افغانستان کې د امریکا د پوځ حضور پر وړتیاوو تمرکز لري، نه پر شمیر. موږ د خپل ځان، ملګرو او شریکانو او د امریکا متحده ایالتونو ګټو ساتلو لپاره خپلې وړتیاوې او اختیارات ساتو. موږ به همداشان د ترهګرۍ ضد عملیات اجرا کړو او افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مشورې ورکولو ته دوام ورکوو.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون ورځ یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره کړې.
ټرمپ ویلي په راتلونکو نږدې میاشتو کې به افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر څلورو زرو ته کم کړي.
دا په داسې حال کې دي چې افغانستان ته یو شمیر نږدې هیوادونه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل غواړي.
بله خوا، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر له طالبانو غوښتي چې د خلکو غوښتنې ته چې هغه د تاوتریخوالي کمول دي، مثبت ځواب ورکړي.
سکاټ میلر د افغانستان شمال ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه سفر پرمهال ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه له افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ ویلي هڅه کوي چې افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره سمه لاره وټاکي.