د روغتیا نړیوال سازمان ویلي ویروس تر راتلونکو دوو کلونو پورې پر ځای پاتې کیږي، خو ټکنالوژي کولی شي د دغې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.
د دغه سازمان مشر، تدروس ادهانوم په اوسني پېر کې د ټولنو پیوستون د کرونا ویروس د خپریدو یو اصلي علت بولي، خو وایي اوسنی علم او ټیکنالوژي هم دا وړتیا لري چې کرونا د خپریدو مخه ونیسي.
کرونا وژونکی ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د دسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او په ډيرې چټکۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته ورسید.
د رسمي شمیرو له مخې، تر اوسه ۲۳ میلیون وګړي په ټوله نړۍ کې پر دغه ویروس ککړ شوي او د څه باندې ۶۰۰ زرو کسانو ژوند یې اخیستی دی.