د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو، شاه محمود قریشي او وانګ یي د بین الافغاني خبرو د ژر پيلیدو غوښتنه کړې ده.
دوی د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډونو پر له منځه تلو ټيګار کړی او له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لاره ونیسي.
دا څرګندونې چین ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د سفر پرمهال شوي دي.
وانګ یي د چین اینن ښار کې په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي هیله لري چې د اساسي اصولو په پام کې نیول د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر د پرمختګ لامل شي.
وانګ یي ویلي هیڅوک باید له موجوده وضعیته د ځان په ګټه کار وانخلي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی دی.