نن چهارشنبه په کابل او بغلان ولایتونو کې د ماین چاودنو په پایله کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل ښار کې نن دوه چاودنې وشوې چې د پوهنې وزارت د علمی شورا د مشر په ګډون یې دوه تنه ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
کورنیو چارو وزارت وایي لومړنۍ چاودنه نن چهارشنبه سهار ۶:۴۵ د دولسمې حوزې اړونده ارزان قیمت کې د پولیسو یوه رنجر موټر پسې شوې او دوهمه هغه یې شاوخوا ۸ بجې د پنځمې حوزې اړونده کمپنۍ سیمه کې د پوهنې وزارت اړوند یوه کرولا موټر پسې شوې ده.
په بغلان ولایت کې هم د ملي امنیت د ریاست موټر پیسې چاودنه وشوه چې پایله کې یې دوه تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان شول.
دفاع وزارت وایي په تیروه یوه شپه او ورځ کې طالبانو په لسو ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره نښته کړې ده.
همداشان نن په غزني ولایت کې هم د پولیسو ځانګړو ځواکونو د روزنې امر د طالبانو له خوا ترور شو.
خو ننګرهار کې بیا د چارواکو په وینا د طالبانو یو سیمه ییز قومندان او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د بندیانو د خلاصون بهیر له بندښت سره مخ شوی او د سولې خبرو د پيلیدو څرک هم نه لګیږي.