د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو ۱۰۱مه کلیزه د هیواد پلازمینې او ولایتونو کې په بیلابیلو مراسمو کې ولمانځل شوه.
ولسمشر غني نن سهار د ازادۍ څلۍ ته د ګلو ګیډۍ کیښوده، خو د تیرو کلونو په خلاف یې په دې اړه خبرې ونه کړې.
د ملي مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان خلک تر بل هر وخت زیات اوس سولې ته نږدې شوي دي.
ښاغلي عبدالله په نږدې ورځو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د ترسره کیدو خبر هم ورکړی دی.
بله خوا، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې مبارکۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې دوی به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي.
سکاټ میلرې ویلي اوس د دې وخت دی چې تاوتریخوالی کم شي او د جګړې سیاسي حل لپاره لاره وموندل شي.
د افغانستان دخپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه داسې حال کې لمانځل کیږي چې نن د کابل ښار یو شمیر برخو باندې ۱۴ راکټونه ولګیدل.
په دې بریدونو کې د ۱۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.