کابل ښار نن د خپلواکۍ په ورځ د ۱۴ راکټونو د لګیدو شاهد و.
یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې نن سه شنبه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د ښار لومړۍ، دوهمې، لسمې، شپاړسمۍ او نهمې حوزې باندې ۱۴ راکټونه توغول شوي دي.
سرچینه وایي دا راکټونه ټول د خلکو پر کورونو لګیدلي چې پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
بله خوا، یوې بلې امنیتي سرچینې هم یک تلویزیون ته تایید کړه چې یو راکټ د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو پارک کې لګیدلی چې نتیجه کې یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.
دا راکټونه داسې حال کې لکیږي چې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې مراسم نیول شوي دي.
امنیتي سرچینه وایي د دغې پيښې په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
د روغتیا وزارت وایي له دې پيښې ۵ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وایي دا بریدونه د طالبانو له لوري شوي دي.