د امریکا د استخباراتو یو شمیر سرچینو ویلي چې ایران په افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو سرتیرو وژلو لپاره طالب وسله والو ته انعامونه ورکړي دي.
د امریکا سي ان ان تلویزیوني شبکې د یو لړ اسنادو له مخې لیکلي چې یو مشخص هیواد په افغانستان کې امریکایانو وژلو لپاره طالبانو ته انعام ورکړی دی. خو د امریکا د استخباراتي ادارې سرچینو سي ان ان ته منلي چې دا انعام د ایران له خوا طالبانو ته ورکړل شوی دی.
د سرچینې په وینا تیر کال په افغانستان کې شپږ داسې بریدونه شوي چې د هغوی په بدل کې طالبانو انعامونه ترلاسه کړي دي.
د تیر کال ډسمبر میاشت کې پر بګرام هوایي ډګر د حقاني شبکې برید هم د داسې بریدونو په ډله کې دی.
د بګرام په برید کې دوه تنه ملکي افغانان ووژل شول او د څلورو امریکایي سرتیرو په ګډون ۷۰ تنه پکې ټپیان شول.
د سرچینې په وینا امریکا پر بګرام باندې له برید یوه میاشت وروسته د دې برید په غبرګون کې په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس برخې قومندان، قاسم سلیماني په نښه کړ.
په رپوټ کې ویل شوي چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکه د قاسم سلیماني د وژلو لپاره د امریکا د توجیهاتو یوه برخه وه.
سرچینه وایي سره له دې چې د امریکا د ملي امنیت شورا چارواکي پوهیدل چې د تهران او حقاني شبکې ترمنځ اړیکې د امریکا ګټو ته لوی ګواښ دی، خو په تیر مارچ میاشت کې دا پریکړه وشوه چې د ایران پر وړاندې کوم ځانګړی اقدام ونه کړي، ترڅو د افغانستان سولې بهیر باندې کومه بده اغیزه ونه کړي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د روسیې په تړاو داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې کني طالبانو ته د امریکایانو وژلو لپاره پیسې ورکوي.