د نړیوال بانک یوه نوې سروې ښيي چې افغانستان کې د هغو خلکو شمیر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، په راتلونکو میاشتو کې ۷۲ سلنې ته رسیږي.
په داسې حال کې چې دا کچه په مخکینۍ سرورې کې ۵۴ سلنه بلل شوې وه.
دغه سروې ښيي چې افغانستان کې دکرونا ویروس د خپریدو پرمهال زیات شمیر افغانان له سختو اقتصادي حالاتو سره مخ شوي او زیاتو خلکو په دې موده کې د خپل کور سامان پلورلو ته اړ شوي دي.
افغانستان د نړۍ په سطحه هغه هیواد دی چې کرونا ویروس یې د دوه پر دریمې برخې خلکو دسترخوان ورسپک کړی دی.
نړیوال بانک وایي د کرونا له امله پر کور د پاتې کیدو فشارونو، د دغه هیواد پنځلس میلیونه وګړي سختو اقتصادي حالاتو سره مخ کړي دي؛ تردې چې دوی یې د کور اړینو توکو پلورلو ته هم اړ کړي دي.
د نړیوال بانک د سروې پر اساس، د مخابراتو د سکتور ناخالصو ملي تولیداتو کې د ۷.۵ سلنه کموالی او په صنعت برخه کې د تولیداتو درې سلنه کموالی، د هغو کورنیو پر اقتصاد ناوړه اغیزه کوي، چې دې برخو کې پر کار لګیا دی.
همداشان هغو پیسو کې چې له بهرنیو هیوادونو کورنیو ته استول کیږي هم پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.
د اقتصادي وزارت هم مني چې کرونا ویرس د هیواد اقتصاد ته کلکه ضربه ورکړې ده.
دغهوزارت وایي پر کورنیو تولیداتو تمرکز کول او دغو تولیداتو لپاره په بهرنیو هیوادونو کې بازار موندل، کولی شي د کرونا د قرنطین ټپونه ټکور کړي.
خو د یادولو ده چې د افغانستان د احصایي ملي اداره د بې وزلۍ کچې معلومولو کې د نړیوال بانک د سروې شاخصونه زیات معیاري نه بولي.