د کانونو وزارت وایي د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د طبیعي ګازو څاه د کیندنې کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول او د استخراج لپاره چمتو شو.
د دغه وزارت سرپرست، هارون چخانسوري وایي دا د کانونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو د څاه دویمه کیندنه ده، چې نږدې ۴۰ کاله وروسته په هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوه.
ښاغلي چخانسوري په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغې څاه ژوروالی ۱۶۰۰متره دی او له ایستل شوي ګاز به یې د بیات پاور او غضنفر ګروپ د برېښنا انرژۍ د تولیدي دستګاوو، د مزارشریف د کود او برېښنا د فابریکو او نورو مصرف کونکو اړتیاوې پوره شي.
لدې مخکې د روان کال په پیل کې، په همدې سیمه کې د طبیعي ګازو استخراج د یوې بلې څاه کارونهبشپړاو ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
ددې دوو څاګانو د طبیعي ګازو له استخراج سره به په۲۴ ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا ۳۰۰زره متر مکعبو ته لوړ شي، چې په پایله کې به یې پر پانګوالو د ګازو د خرڅلاو نه د دولت په کلنیو عوایدو کې شاوخوا ۸ میلیونه ډالر زیاتوالی راشي.
د ښاغلي چخانسوري په وینا د یادو دوو څاګانو د کیندنې د تخنیکي، فني او امنیتي برخو په پلي کولو کې شاوخوا ۲۵۰کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه مساعده شوې وه.