د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې تر یوې نامعلومې مودې ځنډول شوي دي.
ټاکل شوې وه چې دغه خبرې سبا د یکشنبې په ورځ په قطر کې پيل شي.
د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړي، غلام فاروق مجروح یک تلویزیون ته وویل که څه هم د خبرو د پيلیدو نیټه نه ده معلومه، خو افغان پلاوی به د همدې اونۍ په منځ کې قطر ته سفر وکړي.
بله خوا، د دغه پلاوي بل غړي حفیظ منصور ویلي د دې خبرو د ځنډیدو لامل دادی چې طالبانو تر اوسه د افغان پوځ یو شمیر کمانډو سرتیري او پوځي افسران نه دي خوشې کړي.
دا په داسې حال کې دي چې افغان حکومت تر اوسه د طالبانو نږدې ۵۲۰۰ بندیان خوشې کړي او شاوخوا ۳۰۰ تنه نور یې د خوشې کیدو په حال کې دي.
طالبانو هم اعلان کړی چې دوی د حکومت اړوند ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي دي.