د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي افغان دولت تیره ورځ پنجشنبه د څرخي پله له زندانه د طالبانو ۸۰ تنه زندانیان ازاد کړي دي.
امنیت شورا وایي دا کسان د هغه ۴۰۰ کسیز لست برخه دي، چي ازادي یې مشورتي لويي جرګې تایید کړې او حکومت ته یې په دې اړه د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، ترڅو د سولي هڅې چټکې او مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي.
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي چې ټولو خوشې شوو زندانیانو لوړه کړې، چي تر ازادۍ وروسته به سوله ییز ژوند پیلوي او د افغانستان د خلکو خلاف به بیا جګړه نه کوي.
اعلامیې ویلي پایدارې او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چي د سولې نور طرفونه هم له خپلو مسؤلیتونو او توافقاتو سره سم لازم اقدامات او د وخت له ضایع کولو پرهېز وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ کې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل ښي.