وسله والو طالبانو د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید کړی چې پایله کې یې ۵ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
دا برید د پچیراګام ولسوالۍ ګریخیلو سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي په دې نښته کې ۳ طالب وسله وال هم وژل شوي او ۲ نور یې ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو څانګه وایي په یوه بله پيښه کې د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لشکر اسلام تروریستي ډلې له لورې پر امنیتي پوستو بریدونه شوي چې پایله کې یې د سیمه ییزې اردو دوه منسوبین وژل شوي دي.
دا بریدونه داسې حال کې دي چې ولسمشر غني تیره ماښام د طالبانو د ۴۰۰ پاتې بندیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیک کړ او راتلونکې اونۍ کې په قطر کې بین الافغاني خبرې پيلیږي.