په افغانستان کې د میشتو هندو او سیک مذهبو یوه بله ۱۸۰ کسیزه ډله سبا د چهارشنبې په ورځ هند ته روانیږي.
د هندوستان (ټایمز آف انډیا) خبري رسنۍ په یوه رپوټ کې د افغان حکومت د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې دا افغان مذهبي لږکي، په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو او مذهبي توپیري چلندونو له امله اړ شوي چې افغانستان خوشې کړي.
د یادولو ده چې له دې وړاندې هم یو شمیر نور هندو او سیک مذهبي هند ته تللي دي.
هند ته د دوی د تیښتې لړۍ له هغه وروسته چټکه شوه چې په کابل کې د سینکانو یوه مذهبي ځای باندې د ترهګریز برید په پایله کې ۲۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
دمګړی شاوخوا ۷۰۰ تنه هندو او سیک افغانان په هیواد کې ژوند کوي.
داسې حال کې چې پخوا د دوی شمیر ۱۰۰ زرو تنو ته رسیده.