مشورتي لویې جرګې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کیدو نظر تیایید کړ. د دغې جرګې په پریکړه لیک کې چې نن د جرګې دریمه ورځ کې خپور شو، ویل شوي په بندیانو کې که چیرې بهرني وګړي وي، دوی باید خپلو اړوندو هیوادونو ته وسپارل شي.
په پریکړه لیک کې همداشان په هیواد کې د سرتاسري اوربند غوښتنه شوې او له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
د جرګې غړو ویلي د افغانستان ولس ته باید دا ډاډ ورکړل شي، چې د طالبانو خوشې کیدونکي بندیان بیا د جګړې ډګرونو ته نه ځي.
جرګې له طالبانو غوښتي چې دوی سره ټول ملکي او نظامی بندیان خوشې کړي.
په پریکړه لیک کې د سولې مذاکراتو کې پر اسلامي ارزښتونو او د تیرو شلو کلونو پر لاسته راوړنو ټینګار شوی دی.
د جرګې ګډون کوونکي همداشان د ښځو پر حقونو ټینګار شوی او ویل شوي چې دوی ته باید د سولې بهیر کې فعاله ونډه ورکړل شي.
د مشورتي جرګې په پریکړه لیک کې د افغانستان د اساسي قانون پر ساتل کیدو ټينګار شوی او ویل شوي چې د اړتیا په صورت کې باید په قانون کې د وړاندې شوي میکانیز په چوکاټ کې پکې تعدیل راوستل شي.
مشورتي جرګې غوښتنه کړې چې د سولې خبرو لپاره په هیواد کې د ننه شرایط برابر شي او یا کوم بې پرې هیواد کې دا بهیر پرمخ لاړ شي.