د لویې مشورتي جرګې غړو د طالبانو د ۴۰۰ پاتې بندیانو د مشروطې ازادۍ غوښتنه کړې ده.
د لویې جرګې اعلامیه کې ویل شوي چې د جرګې ګډونوالو حکومت ته وړاندیز کړی چې سولې ته رسیدو لپاره لازمه ده چې د طالبانو بندیان ازاد شي، ترڅو دوی ته هیڅ پلمه ور پاتې نشي.
ګډونوالو ټینګار کړی چې د بندیانو خوشې کیدو سره باید پرته له قید او شرط نه اوربند وشي او د جګړې غاړې دغه اوربند ته ژمنې پاتې شي.
جرګوالو همداشان ټینګار کی چې د سولې خبري ژر پيل شي او داسې یو پلاوی د افغانستان استازیتوب وکړي چې د تیرو ۱۹ کلونو د ارزښتونو او لاسته راوړنو دفاع وکړي.
همدا شان پریکړه شوې چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرتوب، په هیواد کې د ننه پيل شي او نړیواله ټولنه دې د سولې خبرو د پيلیدو او بریا ضمانت وکړي.
د لویې جرګې غړو له طالبانو غوښتي چې نور باید ( د داعش په نوم ترهګریز بریدونه) ونه کړي او همداشان د دوی زندانیان له داسې ملي او نړیوال ضمانت سره خوشې شي چې بیا د جګړې ډګرونو ته لاړ نشي.
دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د جګړې د قربانیانو د کورنیو رضایت ترلاسه کړي.
د مصالحې ملي شورا او د لویې مشورتي جرګې مشر، عبدالله عبدالله د نن ورځې غونډه کې وویل چې د دې جرګې د غړو وروستۍ پریکړه به سبا د یکشنبې په ورځ اعلان شي.