عامې روغتیا وزارت وایي د لویې مشورتي جرګې د ۳۶۲۰ تنو له ډلې د ۱۷ تنو د کرونا ټسټونه مثبت وتلي دي.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال، نورالله ترکي یک تلویزیون ته وویل چې پر کرونا دغه اخته کسان د درملنې په موخه اړوندو روغتونو ته انتقال شوي دي.
د لویې مشورتي جرګې غړي د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو برخلیک ټاکلو لپاره له تیرې ورځې راهیسې کابل کې راغونډ شوي دي.