د ۴۰۰ پاتې طالب بندیانو برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه نن جمعه د زمري په اولسمه ورځ په کابل کې د ولسمشر غني په وینا پیل شوه چې تر یکشنبې به دوام وکړي.
دې جرګه کې ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی.
دا درې ورځنۍ لویه جرګه به د هغو شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک په اړه مشورې ورکړي چې حکومت یې خطرناک بندیان بولي.
ولسمشر غني د جرګې پيل وینا کې وویل حکومت د طالبانو ۵۱۰۰ تنه بندیان خوشې کړي دي، خو د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول یې له صلاحیته وتلي دي، چې طالبان یې پر خوشې کولو ټینګار کوي.
هغه همداشان وویل طالبانو ویلي چې د دغو بندیانو له خوشې کیدو درې وروسته بین الافغاني خبرو ته کیني، خو د نه خوشې کیدو په صورت کې یې حکومت ته خبرداری هم ورکړی دی.
د ده په وینا د طالبانو او امریکا هوکړه کې ویل شوی چې تر ۵۰۰۰ تنو پورې بندیان به خوشې کیږي، پوره ۵۰۰۰ نه دي یاد شوي، خو بیا هم حکومت سولې ته د ژمنتیا په موخه له ۵۰۰۰ زیات بندیان ازاد کړي دي.
دا ولسمشر د غني په واکمنۍ کې دویه لویه جرکه ده چې د سولې په موخه رابلل کیږي.
غني وویل د پخواني مشورتي جرګې ۹۰سلنه مشورې یې عملي کړي دي.
ولسمشر همداشان ژمنه وکړه چې وینه تویدنه به بندوي او دا وطن به بیا سمسور کړي.
د ملي مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله چې تیره جرګه کې یې له ګډونه سر غړولی و، دې جرګه کې ورته د جرګې د ریاست دنده ورکړل شوې ده.