د افغانستان د ملي امنيت رياست پخواني مشر او د لويې جرګې جوړولو د کميسيون مشر، معصوم ستانکزي ويلي د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بنديانو په منځ کې هيڅ بهرنى کس وجود نه لري.
معصوم ستانکزي او د سولې چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي نن په کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې.
دا په داسې حال کې دي چې حکومتي چارواکو وړاندې ويلي وو ، چې طالبان د بهرنيو وګړو خوشې کولو باندې ټينګار کوي.
ټدکل شوې ده د راتلونکې جمعې په ورځ کابل کې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بنديانو خوشې کيدو په تړاو سلامشورې لپاره لويه مشورتي جرګه جوړه شي.
ضښاغلي ستانکزي وويل ټول هغه کسان چې تيره جرګه کې ګډون کړى و، دې جرګې ته وربلل شوي دي.
ستانکزي دا هم وويل چې د جرګې غړي د بنديانو د حق العبدي مواردو د بخښنې واک نه لري. همداشان د سولې د چارو وزير، سلام رحيمي هم وويل چې ددې جرګې د ژز جوړولو علت دادى چې بين الافغاني خبرو کې ځنډ، د زياتې وينې بهيدنې سبب ګرځي.
ښاعلي رحيمي زياته کړه چې د لويې جرګې يو شميېر غړي له وړاندې نه کابل ته رسيدلي دي.
د يادولو وړ ده چې حکومت له دې وړاندې د حقاني شبکې لوړپوړي غړي او د طالبانو شاوخوا ۵۰۰۰ بنديان، پرته له جرګې او سلامشورو ازاد کړي دي.