ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سوې هوکړې ته اندیښمن دی او د دغه سند په اړه د وضاحت غوښتنه کوي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن چهار شنبه په ټویټر کې ویلي، لکه څنګه چې د امریکا پخواني چارواکي او سناتوران د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د پایلو په اړه اندېښنې لري، د افغانستان حکومت هم اندېښمن او د دغه سند په اړه د وضاحت غوښتونکی دی ترڅو ګواښونه او ناوړه پایلې یې تحلیل او د خطرونو مخه ونیسي.
صدیق صدیقي وایي، د افغانستان خلک سوله غواړي او افغان حکومت دغه پروسه پیل کړې ده او زیاتوي چې د افغانستان حکومت د سولې په پروسه پیل کړې ده او په دې برخه کې د هر ډول هڅې ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې ددغې هوکړې راتلونکي ګواښونه باید له پامه ونه غورځول شي.
صدیق صدیقي وایي، د افغانستان خلک سوله غواړي او افغان حکومت دغه پروسه پیل کړې ده او زیاتوي چې د سولې مشورتي لویه جرګه رابلل ،له شرطونه پرته له وسله والو طالبانو سره خبرې کول او تېر کال اوربند د سولې په پروسه کې د افغان حکومت عملي ګامونه دي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کې د «اسلامي امارت» نوم د منلو وړ نه دی ځکه چې په خبره یې دا د افغانستان د اساسي قانون او ملي حاکمیت یو ډول نقض دی او زیاتوي چې هیڅوک حق نه لري چې زمونږ ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
بلخوایوې سرچینې یک تلویزیون ته ویلي، چې د تیرې یک شنبې راپدېخوا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څلور ځلې له ولسمشر غني سره لیدلي چې یوازې په دوو لیدنو کې یې اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم حضور درلود او پاتې نورې لیدنې د امریکا سفیر جان بس، خلیلزاد او ولسمشر غني ترمنځترسره شوې دي.
امریکا او وسله والو طالبانو تراوسه د افغان حکومت د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي .