د امريکا ولسمشر ډونالډ وايي ډير ژر به افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمير ۴۰۰۰ يا ۵۰۰۰ ته کم کړي.
ټرمپ له اکسيوس ويبپاڼې سره په خبرو کې که څه هم دقيقه نيټه نه ده په ګوته کړې، خو ويلي يې دي چې دا کار به ډير ژر وکړي.
هغه ويلي: “موږ به د يوې لنډې مودې انټروال کې لومړي اته زره او وروسته څلور زره سرتيري ولرو. په دې اړه پر خبرو لګيا يو. د نوامبر مياشتې ټاکنو پورې کيداى څلور يا پنځه زره سرتيري ولرو.”
دا په داسې حال کې دي چې ټرمپ له دې وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کيدو او بشپړ وتلو خبرې هم کړي دي.