کورنيو چارو وزارت وايي وسله والو طالبانو د اختر ورځو اوربند پرمهال ۳۸ مواردو کې له اوربنده سرغړونه کړې او ٦۰ تنو ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت وياند، طارق ارين پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې طالبانو د اوربند پرمهال په خپلو بريدونو کې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژلي او ۴۰ نور يې ټپيان کړي دي.
ارين زياته کړې چې د اختر ورځو، اوربند او اورکم پرمهال د طالبانو له لوري د خلکو وژنه دا ښکاره کوي چې دغه ډله هغه څه ته چې وايي يې، ژمنه نه ده.
طالبانو او حکومت د اختر دريو ورځو کې اوربند اعلان کړى و، خو بياهم افغانان له تاوتريخوالي او وژنو په امان کې نه وو.
پرون د ننګرهار پر محبس ډلييز وسله وال بريد وشو چې تر ۱۰۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله. طالبان وايي پر محبس بريد دوى پورې اړه نه لري.