پرون په جلال اباد ښار کې څو پرلپسې چاودنې شوي او ورسره ډزې هم روانې دي.
دا پيښه پرون يکشنبه ماښام شاوخوا اووه بجې شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي د ننګرهار محبس باندې لومړى موټربم چاودنه شوې او نورو بريد کوونکو ډزې پيل کړي دي.
د ښاغلي خوګياڼي په وينا چاودنه د محبس په دروازه کې شوې او مخامخ لوړ پوړې ودانۍ کې هم وسله وال ځاى پرځاى شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي د ننګرهار بريد په دوى پورې اړه نه لري.
عطاالله خوګيانى وايي موټربم لومړى دمحبس دروازه او ديوال ړنګ کړي او له پوليسو سره ډزې روانې دي.
عيني شاهدان وايي د ننګرهار زندان کې اور لګيدلى، يو شمير زندانيان تښتيدلي او ځيني بيرته د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
خو يوې بلې سرچينې يک تلويزيون ته وويل چې په پيښه کې ۲۰ کسه وژل شوي او ۸۵ نور ټپيان دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي پر محبس ۸ تنه بريد کوونکي ووژل شول؛ خو لا هم عمليات جريان لري. تر اوسه پورې ۲۹ تنه وژل شوي دي، چې ملکي وګړي، پولیس او يو شمېر بنديان پکې شامل دي. همدا راز د ۵۰ تنو په شاوخوا کې کسان ټپيان دي.
دفاع وزارت وايي د ننګرهار زندان په بشپړه توګه له ترهګرو پاک شوى، پنځه تنه بريدګر وژل شوي اوسمهال چاڼيز عمليات روان دي.
داعش ډلې ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.