د افغانستان دولت تيرو دوو ورځو کې ۳۱۷ تنه طالب بنديان د پروان او نورو ولايتونو له زندانونو ازاد کړي دي.
د ملي امنيت شورا نن يکشنبه اعلان کړى چې د بنديانو د خوشې کيدو لړۍ به تر هغه دوام کوي چې د دوى شمير ۵۱۰۰ تنو ته ورسيږي.
په دې سره د خوشې شوو طالب بنديانو شمير ۴۷۱۴ تنو ته رسيدلى دى.
وړاندې طالبانو ويلي چې دوى د حکومت اړوند ۱۰۰۰ تنه زندانيان ازاد کړي دي.
تمه شته چې د بنديانو د تبادلې بهير بشپړيدو سره به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.