د هیواد نامتو شاعر، ادیب او لیکوال سلیمان لایق د ۹۰ کلونو په عمر ومړ. ! انا لله و انا اليه راجعون د جنازې او د فاتحې د مراسمو خبرتيا به وروسته خپره شي.
سليمان لایق د پښتو او دري ژبو د تکړه شاعر، کیسه لیکوال، ناول لیکونکي او ادبي محقق په توګه د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپاره ډیر مهم کارونه کړي دي او په تیرو څو لسيزو کې یې د یو اجتماعي فعال او سیاستوال په حیث په افغاني ټولنه کې ډیر اغیزمنه ونډه لرلې ده.
ارواښاد لايق تير کال په کابل کې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و او د مړينې علت يې هم د همدې چاودنې ټپونه بلل شوي دي.
د هغه زوى غرزي لايق په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: “نن جمعه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ۲۰۲۰ عيسوي کال د جولای د مياشتې په يو دېرشمه نيټه زما پلار اکاډيميسن سليمان لايق د هغه لاعلاجه ټپونو په نتيجه کې چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر پر ۵مه نېټه يې د کابل په ششدرک کې د خوني او وطندښمنه طالب په انتحاري چاودنه کې اخيستي وو، له دې نړی څخه سترگې پټې کړې او د شهادت جاميې په سر واړاوه.”
ولسمشر غني د سليمان لايق پر مړينې خواشيني ښودلې او هغه مړینه يې د هیواد فرهنګ لپاره لویه ضایعه بللې ده.