ولسمشر غني وايي هغه د قانون پر اساس د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بنديانو د خوشې کيدو صلاحيت نه لري او په دې هکله غواړي چې مشورتي لويې جرګې سره مشوره وکړي.
غني دا څرګندونې نن په ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته کړي دي.
هغه زياته کړه که څه هم امریکا سره د طالبانو په توافق کې د افغانستان حکومت له طالبانو او امریکا سره هیڅ کوم تعهد نه درلود، خو بیا يې هم د دې لپاره چې د سولې مذاکرات ژر پېل شي، د طالبانو د غوښتل شوي لېست پر اساس د دغې ډلې ۴۶۰۰ زندانیان ازاد کړل.
ولسمشر په دې اړه وويل: “د طالبانو له لوري په وړاندې شوي لېست کې ۴۰۰ داسې زندانیان شامل دي چې د هېواد د اساسي قانون او د جزا قانون په اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس له زندان څخه د هغوی د خوشې کولو صلاحیت نه لري. خو دا په دې معنی نه ده چې موږ د دغو زندانیانو د خوشې کولو په هکله منفي ځواب ورکوو. زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم.”
هغه له ملي شورا وغوښتل چې د لویې جرګې د جوړولو په خاطر له خپلې رخصتۍ بېرته کابل ته راستانه شي.
ولسمشر همداشان امر وکړ چې د طالبانو د ورکړل شوي ليست نه بهر د دغې ډلې ۵۰۰ نور بنديان خوشې کړل شي.
غني وويل: “دا چې طالبانو بیا اوربند ته غاړه اېښې ده، د دې په ځواب کې نن د ښه نیت او د سولې پروسې د چټکتیا په خاطر د طالبانو له راکول شوي لېست علاوه، د ۵۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول اعلانوم.”
دا بنديان د اختر تر څلورمې خوشې کيږي.
دا په داسې حال کې دي چې حکومت تر دې وړاندې د طالبانو ۴٦۰۰ بنديان او د حقاني شبکې لوړپوړي غړي، لکه انس حقاني او نور خوشې کړي دي.