د لوګر په مرکز پل علم ښار کې يوې موټر بم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
دا پيښه نن پنجشنبه ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې شوې ده.
د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزي یک تلویزون ته تایید کړې چې د لوګر مرکز پل علم ښار د شاروال څلور لارې کې موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې تر ۴۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي.
د ستانکزي په خبره په چاودنه کې مړه او ټپیان زیات یې ملکي وګړي دي او ځینې امنیتي سرتیري هم چې د امنیت په خاطر سیمه کې وو، مړه او ټپیان شوي دي.
د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ هم پېښه تاییدوي خو د تلفاتو په تړاو څه نه وایي د لوګر د روغتيا رياست مشر رسول ګل ثمر يک تلويزيون ته وويل چې تر اوسه ٦۰ ټپيان او ۴ جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پيښې شاهدان وايي چاودنه ذاسې حاى کې شوې چې د عامو خلکو تګ راتګ د اختر توکو پيرلو لپاره پکې ډير و. د کورنيو چارو وزارت بيا ددې پيښې قربانيان ۸ تنه وژل شوي او ۴۰ خوانده است.