د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي حکومت سولې ته رسيدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او اوس د سولې توپ د امريکا او طالبانو په ميدان کې دى.
ښاغلي دانش په خپل اختريز پيغام کې چې نن پنجشنبه خپور شوى، ويلي چې حکومت د طالب زندانيانو او د هغو کسانو خوشې کولو سره چې جرمي او امنيتي دوسيې لري، همداشان د مذاکراتي ټيم جوړولو او د سولي هر ډول خبرو لپاره د چمتوووالي نيولو سره، د سولې په لاره مهم ګامونه پورته کړي دي.
دانش ويلي چې حکومت د طالبانو ۴٦۰۰ بنديان خوشې کړي او د سولې لاره کې خنډونه يې له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې ظالبانو هم اعلان کړى چې نن د حکومت د بنديانو د خوشې کولو لړۍ پاى ته رسوي.