د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د محمد اسماعیل ځدراڼ په نوم یوه هنرمند، له بیلابیلو توکو څه باندې زر هنري توکي او اثار جوړ کړي.
اسماعیل ځدران وایي له ۳۲ کلونو راهیسې یې هنر ته مخه کړې او اوس د دولت د نه پاملرنې له امله غواړي چې خپله په یو شخصي ځای کې دغه توکي د خلکو نندارې ته کیږدي.
۵۴ کلن محمد اسماعیل، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې په تېرو ۳۲کلونو کې له لرګیو، اوسپنې، رنګونو، قیمتي او ساده ډبرو، فلزي توکو، شیشې، پلاستیک او ان د مشروباتو له تشو بوتلونو څه باندې زر داسې هنري اثار پنځولي، چې په لیدو یې د هر انسان پام ور اوړي.
ځدراڼ وایي، په دې برخه کې استاد نلري او دا ټول توکي او اثار یې د خپل فکر خلاقیت دی.
ځدران له حکومته غواړي زمینه ورته برابره کړي، ترڅو خپل اثارد خلکو د سترګو پر وړاندې کیږدي.
د خوست اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد انور زاهد د اسماعیل ځدراڼ د هنري هڅو د ستایلو ترڅنګ د هغه په لاس د جوړو شویو اثارو نندارې ته داېښولو لپاره د ځای پیدا کولو ژمنه کړې ده.
اسماعیل ځدراڼ وایي، که د یادو هنري اثارو د نندارې لپاره دولت ورته ځای نشي پیدا کولی، مجبور دی چې په خپل شخصي لګښت د دې توکو د نندارې لپاره ځای کرایه کړي او خلکو ته پکې خپل هنري اثار وړاندې کړي.