د زمري د میاشتې اوومه ورځ په افغانستان کې د بیرغ د ملي ورځې په نوم نومول شوې ده.
دا ورځ تیر کال د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د ملي یووالي حکومت له لوري د بیرغ ورځې په نوم نومول شوې ده.
دا ورځ نن د هیواد په ټولو ولایتونو کې د بیلابیلو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
د دغې ورځې په ویاړ د دولتي ودانیو دیوالونه، د بریښنا پایې او یو شمیر نور عمومي ځایونه د افغانستان په بیرغونو سینګار شوي دي.
تور، سور او زرغون، د افغانستان د بیرغ درې رنګونه دي چې له کیڼ څخه ښي اړخ ته په عمودي مستطیل ډول پراته دي.
د افغانستان ملي نشان هم په دې بیرغ کې ځای لري.
د افغانستان د بیرغ او ملي نښان مشخصات د اساسي قانون په نولسمه ماده کې تشریح شوي دي.