د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر ویلي د بین الافغاني خبرو پیلیدو لپاره اړتیا ده چې د دوی ټاکل شوي ۵۰۰۰ بندیان د نوملړ سره سم خوشې شي.
ملا برادر د ایران تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا او د هغې قراردادیان، روزونکي او سلاکاران باید د قطر د تړون پر اساس تر راتلونکو څوارلسو میاشتو له افغانستانه ووځي.
ملا عبدالغني برادر ویلي که چیرې امریکا تر ټاکل شوې نیټې له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به لازمې پریکړې وکړې.
د امریکا دفاع وزارت وړاندې اعلان کړی چې دوی د لاسلیک شوي تړون سره سم، خپل سرتیري اتو زرو ته کم کړي او همداشان یې پنځه پوځي اډې تشې کړي دي.
برادر دا هم ویلي چې دوی امریکا سره هیڅ کوم پټ تړون نه دی کړی.
د ده په وینا د بین الافغاني خبرو پيلیدو سره اړتیا ده چې لومړی د دوی ټاکل شوي ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له بندخونو خوشې شي.
ملا برادر د طالبانو له خوا د واک انحصار په تړاو یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې طالبان افغانستان کې اسلامي نظام غواړي او هیڅ کله د واک د انحصار سوچ نه کوي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان کې د اسلامي نظام جوړول او پر هغه بحث په افغانانو پورې اړه لري او دوی یې په اړه پریکړه کوي.
د ده په وینا که افغانستان کې د بین الافغاني خبرو پر بنسټ اسلامي نظام جوړ شي، هر افغان حق لري چې د افغانستان خدمت وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر نه دی بشپړ شوی.
افغان حکومت وایي د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ تنه بندیان جدي ستونزې لري او هیڅ قانون یې د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر غني وړاندې هم د امریکا پر ځينو پریکړو توند اعتراض کړی دی، خو د وخت په تیریدو سره یې د امریکا هرې پریکړې ته غاړه ایښې ده.
ولسمشر غني په پيل کې د حقاني شبکې د لوړپوړي غړي انس حقاني او له هغه وروسته د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کولو سره مخالفت کړی و او دا یې ځان لپاره سره کرښه ټاکلې وه، خو د امریکا له فشارونو وروسته له خپل هر دریځ او هرې سرې کرښې تیر شو.