د امریکا یو شمېر دیپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو خبرداری ورکړی چې، که چیرې امریکا له افغانستان نه مخکې لدې چې افغان حکومت او طالبان یوې هوکړې ته ورسیږي، ټول سرتیري وباسي، نو په دې هېواد کې به د کورنیو جګړو اور بل شي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم په شمول نهو تنو امریکایي دیپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو پرون سه شنبه له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې او له دغه هېواد نه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه خبرداری وړکړی.
د دوی په اعلامیه کې راغلي چې وسله والو طالبانو تراوسه له افغانانو سره د سولې هوکړې په اړه خپل شرایط نه دي روښانه کړي او دغه ډله تراوسه له نورو سیاسي ډلو سره د کار کولو مخینه هم نه لري.
دغه دیپلوماټانو ټینګار کړی چې افغانستان کې نوې کورنۍ جګړه دامریکاملي امنیت لپاره ناورین ثابېتدلای شي ځکه چې ښایي ددې شاهد و اوسو چې طالبان له خپل ملګرې القاعده ترهګرې ډلې سره اړېکي وساتي او په سیمه کې داعش ته د ودې زمینه برابره شي.
دوی وایي چې، په افغانستان کې امریکایي ځواکونو پراخ حضور کولای شي د سولې په خبرو کې مؤثر واقع شي او ټینګار کوي چې باید له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یو شرط په دغه هېواد کې د جګړې ختمول وي.
دویټینګار کوي چې، که داسې ونشي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ په کمېدو سره د وسله والې جګړې پای ته رسیدل به ستونزمن شي.