د هلمند په کجکي ولسوالۍ کي د افغان ملي اردو یوه بلک هاک چورلکه ويشتل شوې ده.
په کجکي ولسوالۍ کېيوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي چې د ملي اردو په ويشتل شوې چورلکه کې يو پيلوټ وژل شوی او نور چاته پکې زیان نه دی رسیدلی.
خو بل لور ته، د هلمند د والې وياند عمر ځواک وایي چې یاده سیمه کې یوې چورلکې بيړنۍ ناسته کړې او کوم چاته زيان نه دی رسيدلی.
هلمند د هیواد په سویل کې یو نا امنه ولایت دی، چې وسله وال مخالفین یې په ډیری برخو کې پراخ فعالیت کوي.