ټاکل شوې ده نن دوشنبه د چین، پاکستان، نیپال او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت د دغې ناستې موخه چې په انلاین ډول ترسره کیږي، کرونا ویروس سره ګډه مبارزه، اقتصادي پراختیا، د همکاریو پراخیدل او سیمه ییز اتصال بللی دی.
بله خوا، د مالیې وزارت هم یوې نړیوالې ناستې لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی، چې د نړۍ څلویښت هیوادونه او سازمانونه پکې ګډون کوي.
د معلوماتو پر اساس په دغو ناستو کې چې نن او سبا جوړیږي، مرسته کوونکو هیوادونو ته د اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په تړاو معلومات ورکول کیږي.